د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان سېلاب ځپلي اوږدمهاله مرستې ته اړتیا لري


د مې پر ۱۱مه په بغلان کې سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې ناست دي.
د مې پر ۱۱مه په بغلان کې سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې ناست دي.

د ملګرو ملتونو دوه ادارې وايي، په افغانستان کې سېلاب ځپلي اوږدمهاله مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین ساپي د جون پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې ګڼو ولایتونو ته د سېلاب ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږدول شوې دي.

هغه وویل، سېلاب ځپلو ولایتونو ته یې خپلې ډلې د سېلاب د اغېز په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره لېږلي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مرستیال ویاند فرامرز برزین مشال راډیو ته وویل چې سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ نور تاوانونه هم رسولي دي.

ده وویل چې ښځو ته "وړ صحي خدمات نه رسي" او په سېلابونو کې "د خلکو څاروي تلف شوي، خلکو خپل مدني اسناد له لاسه ورکړي، لکه تذکره او نور. ډېر نور کسان کالي نه لري، سېلابونو هرڅه ترې وړي دي."

برزین زیاته کړه چې له دې پرته سېلابونو خلک له نورو ستونزو سره هم مخامخ کړي دي. "د تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو نه لرل بله ستونزه ده چې په سېلاب ځپلو سیمو کې یې شاهدان یو. یو اېن اېچ سي ار د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره یوځای تر خپله وسه خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپي او بې کوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG