د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: وېسټ انډیز او پاپوا نیو ګېني نن یو بل ته مخامخېږي


امریکایي لوبغاړی کاناډا ته په ماتې ورکولو خوشالي لمانځي.
امریکایي لوبغاړی کاناډا ته په ماتې ورکولو خوشالي لمانځي.

د وېسټ انډیز او پاپوا نیو ګېني ملي لوبډلې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د ګیانا په لوبغالي کې د جون دویمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې مخکې امریکا د نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې کاناډا لوبډلې ته په اوو وکټو ماتې ورکړه.

د جون پر دویمه د ټېکساس په لوبغالي کې پچه امریکا وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه. کاناډا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۹۴ منډې وکړې. په ځواب کې امریکایۍ لوبډلې ټاکلی هدف د درو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸م اوور کې پوره کړ.

د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلور ډلو وېشل شوې دي او ترمینځ یې د جون تر ۲۹مې ۵۵ لوبې ترسره کېږي.

دا لومړی ځل دی چې دومره زیاتې لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.

له هرې ډلې څخه د سر دوه لوبډلې دویم پړاو ته ځي چې بیا به د اتو غوره لوبډلو (سوپر اېټ) په سیالیو کې برخه اخلي. له هغې څخه به څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کوي.

پاکستان په اې او افغانستان په سي ډله یا ګروپ کې دی. افغانستان د جون پر څلورمه خپله لومړۍ سیالي له یوګانډا او پاکستان خپله لومړۍ سیالي د جون پر شپږمه له امریکا سره لري.

امریکا او وېسټ انډیز د ۲۰ اووره نړیوال جام د سیالیو ګډ کوربانه دي. ټاکل شوې چې پایلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډیز په باربېډوس کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG