د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د امريکې کونسلګرۍ خبریالانو ته د طبي مرستې روزنه ورکړه


په پېښور کې د امريکې کونصلر جنرل د خبریالانو سره
په پېښور کې د امريکې کونصلر جنرل د خبریالانو سره

د خيبر پښتونخوا په پېښور کې د امريکا کونسلګرۍ خبریالانو ته په بېړنیو حالاتو کې د طبي مرستو رسولو روزنه ورکړې ده.

د مې پر ۲۸مه شوې دې روزنيزه غونډه کې ۱۳ خبريالانو ګډون وکړ. د امريکا کونسل جنرل شانټي موور د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د هرې ناوړې پېښې وروسته په لومړي رسېدونکیو کسانو کې خبریالان وي نو په داسې حال کې د هغوی خونديتوب ډېر مهم دی. "۱۳ خبریالان د روزنې لپاره کونسګرۍ ته راغلي ول او زده کړه يې وکړه چې په بېړنيو حالانو کې څنګه ځانونه او نور خلک خوندې کولای شي. موږ خوشبخته یو چې په کونسلګرۍ کې تکړه ماهران لرو چې په بېړنيو حالاتو کې د پاملرنې ښه تجربه لري."

په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له تېرو شاوخوا دوو لسيزو راهيسې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده او پر دې مهال يوشمېر خبريالان وژل شوي او ژوبل شوي دي. خبریالانو ته په داسې حالاتو کې د کار کولو پر وخت يوشمېر امنیتي ننګونې وې. دوی ته د خپلو ادارو او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا وخت پر وخت د ځان خوندې کولو لپاره روزنې ورکړل شوې دي.

د امریکا د پېښور کونسلګرۍ په دې رورنيز کورس کې الشبه خټک هم برخه اخیستې وه. نوموړې مشال راډيو ته وويل چې د پېښو رپورټولو پر وخت دوی او ملګري يې دغسې طبي روزنې ته اړتیا لري.

په پېښور کې د امريکا کونسل جنرل وايي چې دوی نه يوازې خبریالانو ته روزنه ورکړې بلکې د پرمختیا لپاره امريکايي ادارې یو اېس ای ډي په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا حکومت ته ۱۴ اېمبولانسونه هم ورکړي دي چې دا د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو په اړه د دوی د هڅو یو مثال دی. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکې کې به هم خبریالانو ته روزنيزې غونډې جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG