د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: روسیه د سولې سرمشريزې د ناکامولو هڅې کوي


وولودیمیر زېلېنسکي. د مې ۲۸مې انځور
وولودیمیر زېلېنسکي. د مې ۲۸مې انځور

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې هېواد یې د روسیې د هغو هڅو مخنیوي ته دوام ورکوي چې د سولې د یوې سرمشریزې د "کمزورې" کولو لپاره یې کوي.

ټاکل شوې چې په سوېټزرلینډ کې هغه دوه ورځنۍ غونډه د جون په نیمايي کې وشي. زېلېنسکي د مې پر ۲۹مه ماخستن خپله ویډیويي وینا کې وویل چې روسیه پر مشرانو فشار راوړي او "په ښکاره بېلابېل هېوادونه په بې ثباته کولو ګواښي." نوموړي وویل چې دا د نړۍ له خوا روسیې ته د ډېر زیات وخت ورکولو نتیجه ده.

اوکرایني ولسمشر زیاته کړه چې پر هغو هڅو سربېره، شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه او نړیوال سازمانونه د شخړې د هواري له "نړیوالو کوښښونو" سره ملګري دي

زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ناټو نوي غړي سویډن پرون له اوکراین سره خپله تر ټولو لویه پوځي مرسته اعلان کړه چې پکې پرمختللې راډار لرونکې څارګرې الوتکې هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په بریدونو کې د ملکیانو په نخښه کولو ته دوام ورکړی دی او په پرونیو حملو کې د اوکراین په درو سیمو کې یوشمېر کسان ووژل شول.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG