د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن وايي له اوکراین سره به امریکایي مرستې دوام ولري

بلېنکن مې پر ۱۴مه په کییف کې د اوکراین له ولسمشر زېلېنسکي سره لیدلي دي.
بلېنکن مې پر ۱۴مه په کییف کې د اوکراین له ولسمشر زېلېنسکي سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د مې پر ۱۳مه ناوخته په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته رسېدلی دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته، چې تېره میاشت د امریکا کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ اربه (مېلیاردو) ډالرو پوځي مرستو منظوري ورکړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.

بلېنکن له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې وروسته نن د مې پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې زېلېنسکي ته یې ویلي چې امریکا له لومړۍ ورځې راهیسې له اوکراین سره ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دي، ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG