د بر جنوبي وزيرستان شوال اوسېدونکي د مې پر ۲۹مه په اوومه ورځ هم د خپلو غوښتنو لپاره په احتجاجي پرلت ناست دي.
د پرلت مشر ساجد مسيد د مې پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې له حکومته يې دا غوښتنې دي چې په سيمه کې دې د موبايل شبکه بحاله کړي او دوی ته دې د هغو کورونو معاوضې ورکړي چې د وسلوالو ضد د پوځي عملياتو پر مهال ړنګ شوي ول:"۲۰۱۷ز کال راهيسې په سيمه کې د موبايل نېټورک مسله ده. موږ ته د ړنګو کورونو معاوضې تر اوسه نه دي ملاو شوي."
پرلتوال دا غوښتنه هم کوي چې حکومت دې په ښوونځیو کې د استادانو او صحت مرکزونو کې د ډاکټرانو حاضرۍ يقيني کړي. د دوی په وينا، د سيمې د روغتیا ځینې مرکزونه په بشپړه توګه بند دي.
د بر جنوبي وزيرستان مرستيال کمېشنر اشفاق خان د مې پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وویل چې د شوال سيمې د اوسېدونکو له مسلو خبر دی او د حلولو لپاره به ډېر زر ګامونه پورته کړي.