د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د بجلۍ لوډشيډنګ ضد مظاهرې شوې دي


په پاکستان کې د ګرمۍ زیاتېدو سره د برېښنا پارچاو زیات شوی دی ـ انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې د ګرمۍ زیاتېدو سره د برېښنا پارچاو زیات شوی دی ـ انځور له ارشیفه.

د پېښور په ځینو برخو کې د بجلۍ لوډشیډینګ (پارچاو) ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د مې پر ۲۸مه د پېښور، اکبرپوره او شاوخوا سیمو په سلګونو اوسېدونکي د بجلۍ د لوډشیډینګ پر ضد سړکونو ته ووتل او د پېښور او اسلام اباد ترمینځ موټروې (ایم ون) یې وتړله. وروستو د ضلعي انتظامیې د چارواکیو او مظاهره چیانو ترمینځ له خبرو وروستو دغه لویه لاره پرانستل شوه.

مظاهرې په داسې حال کې شوې دي چې د پاکستان د نورو برخو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د تودوخي درجه لوړه شوې ده او تر اوږدو ساعتونو د بجلۍ نشتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

بلخوا وزیراعظم شهبازشریف د پاکستان په مختلفو سيمو کې د لوډشيډنګ کمولو امر کړی دی..

د مې پر ۲۸مه، د یوې سرکاري اعلامیې تر مخه نوموړي د بجلۍ د انتظام او غلا پرضد د کمپېين د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال زیاته کړه چې په سخته ګرمۍ کې د خلکو د اسانتیا لپاره د بجلۍ د ترسیل نظام ښه کول پکار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۵مه هم د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ د غړي فضل الهي په مشرۍ مظاهره چیانو د پېښور رحمان بابا ګريډ سټېشن کې د بجلۍ بحالولو معامله د څه وخت لپاره په خپل لاس کې اخیستې وه.

له دغې وروستو د مې په ۲۷مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امین ګنډه پور په اسلام اباد کې د توانایۍ د وزیر اویس لغاري او کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره یو شریک خبري کانفرانس ته وویل چې صوبايي او مرکزي حکومتونه به د بجلۍ د لوډشینډینګ د ستونزې د هواري او بجلۍ د غلا د مخ نیوي لپاره په شریکه کار کوي.

XS
SM
MD
LG