د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې په رفح کې د اسراييلو بمباري غندلې ده


پر رفح د اسراييلو د بمبارۍ د شوي زیان يوه برخه
پر رفح د اسراييلو د بمبارۍ د شوي زیان يوه برخه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزېف بورېل د جنوبي غزې پر رفح ښار د اسراييلو وروستۍ هوايي حملې په کلکه غندلې دي.

نوموړي د مې پر ۲۷مه په دې اتحاديه کې د شاملو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترغونډې وروسته په بروکسل کې خبريالانو ته خبرې کولې. د اسراييلو د مې ۲۶مې په بمباريو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطينيان ووژل شول چې پکې د ماشومانو ترڅنګ هغه کسان هم ول چې خپل کورونه يې خوشي کړي ول او په خېمو کې اوسېدل.

ايسوشيېټېډ پريس اژانس ويلي، دا بمبارۍ له هغې دوه ورځې وروسته شوي چې د انصاف نړيوال عدالت اسراييل ته امر وکړ چې نور په رفح کې خپل پوځي عمليات ختم کړي.

په هغه ښار کې د غزې د دوه اعشاريه درې ميليون نفوسو تر نيمايي زياتو يې پناه اخيستې ده. په داسې حال کې چې ډېری کسان له رفح ښاره وتلي، لسګونه زره خلک اوس هم هلته اوسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG