د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف يو ځل بیا د مسلم ليګ (ن) مشر وټاکل شو


نواز شريف او لور یې مریم نواز - انځور له ارشیفه
نواز شريف او لور یې مریم نواز - انځور له ارشیفه

د پاکستان پخوانی وزيزاعظم نواز شریف له شپږو کلونو وروسته يو ځل بيا د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر وټاکل شو.

دغه ګوند د مې پر ۲۸مه، پر خپله رسمي اېکس پاڼه د عمومي شورا د غونډې ويډيو خپره کړې چې نوموړی يې وټاکه.

پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۷ کال د جولايي پر ۲۸مه د شتمنیو نه څرګندولو په تور نواز شريف نااهل کړ. نواز شريف پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي ول او د هغوی تر شا يې سياسي انګېزه بللې وه. له هغه وروسته لاهور های کورټ د نوموړي پر خواست هغه ته اجازه ورکړه او نوموړی د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې شاوخوا څلور کاله وروسته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.

د مسلم ليګ (ن) د مشر په توګه تر بیا ټاکل کېدو وروسته، نواز شریف په لاهور کې د دغه ګوند عمومي غونډې ته په وینا کې وويل چې د نوموړي ټاکل کېدو سره د سپريم کورټ د هغه وخت د مشر قاضي ثاقب نثار پرېکړه "په کثافاتو کې اچول شوې ده." ثاقب نثار يا سپريم کورټ لا د نواز شريف وينا ته غبرګون نه دی ښوولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG