د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاپوا نیو ګېني کې د مځکښوېدنې له کبله ۲۰۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي‌


د مې پر ۲۵مه په اېنګا صوبه کې ځایي خلک د ژغورنې لپاره اغېزمنې سیمې ته روان دی.
د مې پر ۲۵مه په اېنګا صوبه کې ځایي خلک د ژغورنې لپاره اغېزمنې سیمې ته روان دی.

د پاپوا نیو ګېني هېواد یو حکومتي چارواکي ملګرو ملتونو ته ویلي دی، ګمان کېږي چې د مې پر ۲۴مه په اېنګا صوبه کې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان د خاورې لاندې شوي وي.

د هغه هېواد د قدرتي افتونو د نظم ادارې موقتي مشر لوسیټا لاسو مانا د نړیوالو مرستو لپاره رسمي خواست کړی دی.

چارواکي دا خبرې د مې پر ۲۶مه ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې کړي چې اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ترلاسه شوی دی.

پاپوا نېو ګېنې د ارام سمندر په جنوبي برخه کې پروت ټاپو شکله هېواد دی چې تر نورو هېوادونو اسټرالیا او نیو زيلينډ ته نېږدې دی.

د اسټراليايي رسنيو د راپور له مخې، د ځمکې ښویېدو پېښه د پاپوا نيو ګېني له پلازمینې مورسبي څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلوميټره ليرې د انګام ولایت په کاوکلم سیمه کې د د مې ۲۴مې سهار وختي شوې ده.

د دې هېواد حکومت د مرګ ژوبلې یادې کړې شمېرې د ملګرو ملتونو لخوا د یادو شوو هغو درې چنده زیاتې دي. ملګرو ملتونو ویلي وو چې کې په هغو پېښو کې ۶۷۰ کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې یوازې د شپږو کسانو مړې راویستل شوي دي. د مځکې ښوېدو تر پېښې وروسته د مرګ ژوبلې په اړه بېلا بېلې شمېرې مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG