د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاپوا نیو ګېني کې د ځمکې ښویېدو له امله له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي


د مې پر ۲۴مه په پاپوا نيو ګېني کې له ځمکې ښويېدو وروسته ځايي خلک راغونډ شوي دي.
د مې پر ۲۴مه په پاپوا نيو ګېني کې له ځمکې ښويېدو وروسته ځايي خلک راغونډ شوي دي.

په پاپوا نیو ګېني کې د ځمکې ښویېدو له امله له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د اسټراليايي رسنيو د راپور له مخې، د ځمکې ښویېدو پېښه د پاپوا نيو ګېني له پلازمینې مورسبي څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلوميټره ليرې د انګام ولایت په کاوکلم سیمه کې د د مې ۲۴مې سهار وختي وشوه.

پاپوا نېو ګېنې د ارام سمندر په جنوبي برخه کې پروت ټاپو شکله هېواد دی چې تر نورو هېوادونو اسټرالیا او نیو زيلينډ ته نېږدې دی.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې د مړو شمېر له ۱۰۰ زيات دی، خو چارواکو لا دا شمېره نه ده تایید کړې.

پر ټولنیزو شبکو خپرې شوي ویډیوګانې ښیې چې ځایي خلک تر خاورو لاندې شوي کسان راباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG