د لاسرسي ځای

تازه خبر

کولکته نايټ رايډرز د ای پي اېل په ګټلو ۲۰ کروړه هندي روپۍ جايزه واخيسته


د کې کې ار مالک شاه رخ خان د لوبډلې سره د اتلولۍ جام اوچتوي
د کې کې ار مالک شاه رخ خان د لوبډلې سره د اتلولۍ جام اوچتوي

کولکته نایټ رایډرز د ۲۰۲۴ کال د هند غوره ليګ شل اووره کرکټ (ای پي اېل) سیاليو پايلوبې په ګټلو سره ۲۰ کروړه هندي روپۍ جایزه واخیسته.

کې کې ار د مې پر ۲۶مه په چنای کې شوې دې لوبه کې سن رایزرز حيدراباد ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه. اتلې لوبډلې ته ورکړل شوې نغدي جايزه څه دپاسه دوه اعشاريه څلور ميليونه ډالر کيږي.

لومړی بېټينګ سن رایزر حيدراباد (ايس ار ايچ) وکړ. د دوی پيل ښه نه وو او په مسلسل ډول د ويکټو د ضايع کولو له وجې یې لوی هدف ونه ټاکه. ايس ار ايچ په ۱۹م اوور کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړي.

ګوربز د بيټينګ په حال کې
ګوربز د بيټينګ په حال کې

په ځواب کې یې د کولکته نايټ رايډرز (کې کې ار) لومړی توپوهونکی، سنيل ناراین ژر اوټ شو. خو بیا افغان لوبغاړي رحمن الله ګوربز او وينکټيش ايير ښه لوبه وکړه. ګوربز په ۳۹ منډو اوټ شو خو ايير د ۵۲ منډو په کولو د لوبډلمشر شيرياس ايير سره د ۱۱۳ منډو هدف په يوولسم اوور کې پوره کړ.

د کې کې ار ميچل سټارک د لوبې او سنيل ناراين د لوبلړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول. سټاک په دريوو اوورونو کې ۲ ويکټې واخیستې او يوازې ۱۴ منډې يې ورکړي. ناراین بیا په دې سیاليوو کې ۱۷ ويکټې اخیستې او ۴۸۸ منډې کړې وي.

ګوربز تر سيالۍ وروسته په خبرو کې وويل چې د خپلې لوبډلې بریا ناروغې مور ته ډالۍ کوي. هغه زیاته کړه چې د مور صحت یې اوس بهتره دی. د يادونې ده چې ګوربز د دې سياليوو په منځ کې له دې امله کابل ته تللی وو چې مور یې ناجوړه او تر درملنې لاندې وه.

په سږني پړاو ای پي ایل کې مخکښ منډه جوړونکی د رايلز چيلنجر بنګلورو ویرات کوهلي وو. هغه ۷۴۱ منډې کړې وې او د پنجاب کينګر هارشل پټیل تر ټولو ډېرې ۲۴ ويکټې اخیستې وې. دا کال په ای پي اېل کې ۹ افغان لوبغاړو ګډون وکړ.

کولکته نايټ رايډرز لوبډله د هند د مشهورو اداکارانو شاه رخ خان او جوهي چاولا ملکيت دی. دا درېيم ځل دی، چې دغه لوبډله د ای پي اېل سيالۍ ګټي. اي پي اېل له ۲۰۰۸ کال راهیسې، هر کال کيږي.

د ۲۰۲۴کال د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې. چېنای سوپر کېنګز لوبډله په ۲۰۲۳ کال د ای پي اېل اتله شوې وه. خو دغې لوبډلې ونه شو کړلی چې دا ځل تر پایلوبې ورسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG