د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد نن پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي


د سنرایزرز حیدراباد لوبډلمشر پیټ کمېنز (ښي لوري ته) او د کلکته نایټ رایډرز لوبډلمشر شرییاس اییر د ای پي اېل له جام سره ولاړ دي - د مې ۲۵مې انځور.
د سنرایزرز حیدراباد لوبډلمشر پیټ کمېنز (ښي لوري ته) او د کلکته نایټ رایډرز لوبډلمشر شرییاس اییر د ای پي اېل له جام سره ولاړ دي - د مې ۲۵مې انځور.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد ترمینځ کېږي.

د چېنای په لوبغالي کې د مې ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد د ای پي اېل د سیالیو په وروستي پړاو کې پایلوبې ته لاره وموندله.

تر دې وړاندې کلکته نایټ رایډرز دوه ځلې او سنرایزرز حیداباد یو ځل د ای پي ایل اتلولۍ ګټلې دي.

د ۲۰۲۴ز کال د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله په ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG