د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: په افغانستان کې داعش ضد مبارزه له پوځي شتون پرته هم ممکنه ده


د امریکا ولسمشر جوبایډن(ښي لور ته) د کینیا ولسمشر د غوڼډې پر مهال ـ د مې ۲۳ مې انځور.
د امریکا ولسمشر جوبایډن(ښي لور ته) د کینیا ولسمشر د غوڼډې پر مهال ـ د مې ۲۳ مې انځور.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، پرته له دې چې افغانستان کې یې پوځونه وي، په یاد هېواد کې د اسلامي دولت (داعش) د وسلوالو د مخنیوي لپاره نورې لارې هم شته.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د اسلامي دولت خراسان څانګې(داعش) د موجودیت او فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د مې پر ۲۴مه د کینیا له ولسمشر سره په یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا په مهال بایدن وویل په افغانستان کې یې د پوځونو له موجودیت پرته هم د داعش د له مینځه وړلو لارې چارې شته.

هغه وویل "افغانستان د امپراتوریو په هدیره مشهور دی. لومړی دا چې د دې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي خورا، خورا، خورا لږ دی. دوېمه خبره دا ده چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د کنترول لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې هم شته، دا یوه بې‌ ځایه اړتیا وه."

د کنفرانس وېډیو سپینې ماڼۍ پر اېکس هم خپره کړې ده.

خو نوموړي د دغو لارو چارو په اړه جزییات ورنه‌ کړل چې په خبره یې، له مخې یې د داعش وسلواله ډله کابو کېدای شي.

په افغانستان کې د داعش د ګواښونو او د بایډن د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښوولی خو د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني بیا په خپله اېکس‌ پاڼه د بایډن دا خبره چې افغانان اتفاق نه لري ناسمه بللې ده.

وړاندې تر دې ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ جدي نه دی بللی او ویلي یې دي چې هغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او په خلکو کې ریښه نه لري.

په همدې حال کې د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې رییس کامچي بیک تاشیف د بشکیک په امنیتي ناسته کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو موجودیت د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ګواښ دی.

په همدې حال کې د افغانستان د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پراېکس لیکلي دي چې په ترکیه کې یې د همکاري او همغږۍ د ادارې له مشر سیرکان کایالر سره د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو پر وړاندې د همغږو هڅو په اړه خبرې کړي دي.

له دې وړاندې د مۍ میاشتې په څلورمه د امریکا د سولې انسټېټیوت له افغانستان او پاکستانه د ترهګرۍ ګواښونو د پراخېدو او تر دې یوه ورځ مخکې بیا د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌ کال واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعده د حضور د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG