د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې ۶ لمونځ کوونکي وژل شوي دي


د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې طالبان د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې طالبان د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې یوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، ۶ کسان یې وژلي او يو یې ټپي کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې پېښه د اپريل پر ۲۹مه، ماخست مهال د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې. هغه په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) او پاکستان هغه برید غندلی دی.

یوناما د اپرېل پر ۳۰مه، پر اېکس خپاره کړې بیان کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د شيعه وګړو خوندي ساتلو او پر هغوی د بریدونو د تحقیقاتو او بریدګرو ته د سزاو ضرورت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د مې پر لومړۍ نېټه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په "سختو ټکو کې په جومات کې ترهګر برید" غندي.

اسلام اباد داراز، په بیان کې په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

د هرات ولایت ځینو رسنیو ويلي چې برید د امام زمان په نوم جومات کې شوی چې د شیعه مذهبو اړوند دی.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې د اپرېل پر ۳۰مه شپې مهال پر ټېلېګرام په بیان کې د حملې ذمه واري ومنله.

XS
SM
MD
LG