د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده


د افغانستان سېلاب ځپلي. (انځور: ارشیف)
د افغانستان سېلاب ځپلي. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.

د ایران مهر اژانس د دې هیواد د سرې میاشتې له حوالې خبر ورکړی دی چې بشري مرسته یې له افغانانو سره کړې ده.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په بلخ کې وویل چې په یوه الوتکه کې خوراکي مواد، درمل، خېمې، کمپلې، چپرکټ او فرشونه د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته ورسېدل.

په بغلان، غور او فاریاب کې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې سېلونو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او مالي زیانونه یې خلکو ته رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي افغانستان له سختو سېلابونو وروسته له ناورین سره مخامخ دی.

سازمان د مې پر۲۵ مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې د وروستیو سېلابونو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر لا هم لادرکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG