د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کابینې د کم عمرۍ ودونو د مخنيوي لپاره قانوني مسوده منظوره کړې


یونیسېف ویلي چې په نړۍ کې به په راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ د ودونو له خطر سره مخامخ وي. پخوانی انځور
یونیسېف ویلي چې په نړۍ کې به په راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ د ودونو له خطر سره مخامخ وي. پخوانی انځور

د بلوچستان کابینې په صوبه کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي لپاره د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده.

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د مې پر ۲۲مه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره د قانوني مسودې منظوري د مې پر ۲۱مه د کابینې په غونډه کې ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه چې په مسوده کې لیکل شوي دي چې له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې د هلک یا نجلۍ د ودولو په صورت کې به کورنۍ ته د بند او جرمانې سزاګانې ورکول کېږي، البته نوموړي په دې اړه نور تفصيل ور نه کړ.

د صوبې د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د کابینې دا اقدام ستایلی دی او ويلي يې دي چې باید قانوني مسوده ژر تر ژره له اسمبلۍ څخه منظوره شي چې په رسمي توګه د قانون بڼه واخلي.

د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان یونیسېف ویلي ول چې په نړۍ کې به په راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ ودونو له خطر سره مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ مېلیونه نجونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG