د پاکستان او انګلينډ کرکټ لوبدلو ترمنځ د څلورو شل اووره سیاليوو لوبلړۍ نن د مې پر ۲۲مې پېلېږي.
ټاکل شوې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د پېښور په وخت د شپې لس نيمې بجې د انګلينډ په هېډنګلی لېډز کې پېل شي. پاکستانۍ لوبډله به د مې ۲۸ پورې مېچونه کوي.
تر دې وروسته به پاکستان په امريکا او ويسټ انډيز کې کېدونکي نړيوال شل اووره کرکټ کپ ته ځي. پاکستان تر اوسه د دې لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.