د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ د ویسټ انډيز ډووېن براو د بالينګ روزونکی سلاکار ټاکلی


ډووېن براوو په يوه سیالۍ کې - پخوانی انځور
ډووېن براوو په يوه سیالۍ کې - پخوانی انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی ډووېن براوو د شل اووره نړیوال جام لپاره د بالینګ یا توپ اچوونې د برخې سلاکار روزونکی ټاکلی دی.

کرکټ بورډ د مېر پر ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې څلوېښت کلن براوو د ویسټ انډیز لوبډلې چټک توپ اچوونکی الراونډر لوبغاړی وو چې په ۲۹۵ نړیوالو لوبو کې ۶۴۲۳ منډې لري او تر څنګ یې ۳۶۳ وېکټې هم اخیستې دي. د بورډ تر مخه د براوو په کارکردګۍ کې د نړیوال جام اتلولي، د چیمپینز ټرافي اتلولي، هند غوره لیګ اتلولي او کارابین غوره لیګ اتلولۍ ګټل شاملې دي نو ځکه به یې شتون د افغان لوبډلې لپاره ډير ارزښت ولري.

براوو د ۲۰ اوریزو لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي. هغه د هند غوره لیګ د سږني کال ۲۰۲۴) پړاو کې له چيناى سوپر کېنګ لوبډلې سره د توپ اچونې برخې د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړه.

د ۲۰۲۴ کال شل اووره نړيوال کرکټ کپ دا ځل په ویسټ انډيز او امريکا کې کيږي. لومړۍ لوبه د جون پر دويمه او پایلوبه يا فاینل به د جون پر ۲۹مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG