د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د روغتیا کارکوونکو د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو ضد هړتال کړی


په جنوبي وزیرستان کې پر تير شوي سړک يو امنيتي سرتیری له ځايي کس سره خبرې کوي - انځور له ارشیفه
په جنوبي وزیرستان کې پر تير شوي سړک يو امنيتي سرتیری له ځايي کس سره خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د بر جنوبي وزيرستان ضلعې د مولا خان سرای مرکزي روغتون لسګونو کارکوونکو د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو پرضد کاربنديز کړی دی.

د روغتون مشر ډاکټر نويد خان د مې پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت له شاوخوا يو کال راهيسې هغوی ته فنډونه نه دې ورکړي. "تقريباً درې کروړه او ۲۲ لکه روپۍ زموږ بقايا جات دي او د ۲۰۲۳ز کال له جون مياشتې راهيسې موږ ته فنډ نه دی جاري شوی. زموږ سره خپله هم دومره پیسې نه شته چې کارکوونکو ته تنخاګانې ورکړو. نو په دغه وجه هړتال روان دی."

نوموړي زياته کړه چې دا د هغې ضلعې يو مجهز روغتون دی چې ۷۰ روغتياپالان او تخنيکي عمله کار پکې کوي، خو هغوی اوس پر احتجاج دي.

بلخوا د روغتيا ادارې ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان مشال راډیو ته ويلي چې د مولا خان سرای د روغتون د عملې د تنخاګانو ورکولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي او ژر به دا ستونزه هواره کړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG