د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم غړي د نیولو ادعا کړې ده


د کراچۍ پولیس د ترهګرۍ په پېښو کې تورن کسان خبریالانو ته ښیې ـ پخوانی انځور.
د کراچۍ پولیس د ترهګرۍ په پېښو کې تورن کسان خبریالانو ته ښیې ـ پخوانی انځور.

د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې د وفاقي امنیتي ادارې (اېف بي ای) په مرسته یې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو مهم غړی يوسف خان عرف ګل يوسف نیولی دی.

د سې ټي ډي په بیان کې ویل شوي دي چې د ټي ټي پي هغه مهم قومندان یې د مې پر ۱۶ مه پر منګوپیر سړک د عملیاتو پر مهال نیولی دی.

د بیان ترمخه، ګل يوسف په جنوبي وزیرستان کې په ځینو بریدونو کې ککړ دی او په ۲۰۰۹ز کال کې یې په جنوبي وزیرستان کې د ټي ټي پي د قومندان نور ولي په مشرۍ پر سرحدي ځواکونو حمله کړې وه.

سې ټي ډي زیاتوي چې د نیول شوي تن پر ضد یې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې ده او نورې پلټنې ورڅخه روانې دي.

تحریک طالبان پاکستان د سې ټي ډي د ادعا په ځواب کې څه نه دي ویلي، او نه یې دا ویلي دي چې، په هغه نوم کوم غړی یې په کراچۍ کې نیول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG