د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن ممبۍ انډيينز او لکنو سوپر جاينټس له یو بل سره سیالي لري


ممبۍ انډيينز لوبډله د ای پي اېل په ۱۰ لوبډلو کې تر ټولو وروستی مقام لري ـ انځور له ارشيفه
ممبۍ انډيينز لوبډله د ای پي اېل په ۱۰ لوبډلو کې تر ټولو وروستی مقام لري ـ انځور له ارشيفه

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ممبۍ انډيينز او لکنو سوپر جاينټس لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مې ۱۷مې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د مې پر ۱۶مه د ګجرات ټايټنز او سنرايزرز حيدراباد ترمينځ ټاکلې سيالي د هوا د خرابوالي له امله ونه شوه.

ټاکل شوې چې د مې پر ۱۸مه رایل چيلېنجرز بنګلور او چېنای سوپر کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

دا سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، سنرايزرز حيدراباد پر درېيم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او رایل چيلېنجرز بنګلور شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG