د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د ويډيو لينک له لارې عدالت ته حاضر شو


د تحريک انصاف يوې غړې د مظاهرې په وخت د عمران خان تصویر راخیستی - انځور له ارشیفه
د تحريک انصاف يوې غړې د مظاهرې په وخت د عمران خان تصویر راخیستی - انځور له ارشیفه

د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان سپريم کورټ کې د احتساب ادارې يا نيب ترميمي بيل مقدمې د اورېدنې په مهال د ويډيو لينک له لارې وړاندې شو.

د مې پر ۱۶مه، د هغه ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په اېکس (پخواني ټويټر) یو عکس شریک کړی چې عمران خان پکې ښکاري.‌

د دې مقدمې د تېرې اورېدنې پر مهال د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عیسا حکومت ته حکم کړی وو چې د پي ټي ايي بنسټګر عمران خان دې د مقدمې په اورېدنه کې ګډون وکړي او د راتلونکې اورېدنې پر مهال دې خپل دلايل وړاندې کړي. که څه هم د دې مقدمې اوريدنه د سپريم کورټ په ويبپاڼه نيغ په نيغه خپريده خو د عمران خان حاضرېدل او د هغه دلایل يې نه دي نشر کړي.

ياده دې وي چې د نېب په قانون کې د ٢٧ ترميمونو په اړه يو بیل د تېر ۲۰۲۳م کال په مې مياشت کې قومي اسمبلۍ او سېنېټ منظور کړى وو. خو د هغه وخت ولسمشر او د تحريک انصاف يو مخکښ عارف علوي په دې قانون له لاسليک کولو انکار کړى و. تر هغې وروسته، د پاکستان جمهوري غورځنګ ايتلافي حکومت په جون کې د پارليمان ګډه غونډه رابللې وه چې د دغه قانون منظوري یې ورکړه.

د دې قانون ترمخه له احتساب ادارې ځيني واکونه اخیستل شوي وو. عمران خان د نېب په قوانينو کې د تراميمو پرضد په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړی وو او ويلي يې وو چې دا ترميمونه د ايين خلاف دي نو ځکه دې یې عدالت لغوه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG