د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ډيزلو او پيټرولو نرخونه کم کړل


په پېښور کې یو سړی په موټر کې تيل اچوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یو سړی په موټر کې تيل اچوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان خزانې وزارت د پيټروليم مصنوعاتو د بیو د کمولو اعلان کړی دی.

وزات د مې پر ۱۵مه،‌ په دې اړه خپرې کړې اعلامیې کې ويلي چې چې له مخې یې د پیټرولو په یو لیټر کې د ۱۵ روپۍ او ۳۹ پیسې، هايي سپیډ ډیزلو په نرخ کې ۷ روپۍ او ۸۸ پیسې، د لایټ ډیزلو په نرخ کې ۷ روپۍ او ۵۴ پیسې او د خاورو تېلو د یو لیټر په نرخ کې ۹ روپۍ او ۸۶ پیسې کمی شوی دی.

د اعلامیې له مخې د پیټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې کمی بېګا د شپې ۱۲ بجو څخه عملي شوی دی.

د پاکستان خزانې وزارت د اپرېل په پیل او بیا په نیمايي کې د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې وې خو د مې پر لومړۍ نېټه یې دا نرخونه کم کړل.

د اپرېل پر ۲۹مه د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د درې اربه امریکايي ډالرو د پور پروګرام د وروستۍ برخې، چې ۱،۱ اربه ډالر کېږي، ورکولو اعلان وکړ. ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د هغه پور دویم قسط، چې څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالر کېدل، ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG