د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوب کې ۱ پوځی افسر او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په بلوچستان کې د پښتون مېشتې سیمی ژوب نقشه.
په بلوچستان کې د پښتون مېشتې سیمی ژوب نقشه.

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په ژوب کې له وسلوالو سره په نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی دی.

د پوځ عامه اړیکو دفتر(ای اېس پي ار) د مې پر ۱۴مه په يو بيان کې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په سمبازه سيمه کې د وسلوالو پر پټنځايونو د کاروايې پرمهال درې وسلوال وژلي دي.

بيان زياتوي چې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال د پوځ يو مېجر بابر خان هم ووژل شو.

پوځ وايي، له وسلوالو د سيمې پاکولو عملیات دوام لري، خو دا يې نه دي ويلي چې وژل شوي مشکوک وسلوال څوک ول او نه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمینځ پر يو بل د بريدونو ادعاوې زياتې شوې دي.

د مې پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو په بريد کې پينځه سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل شوي ول.

په اسلام اباد کې د امنيت او د شخړو څېړنيزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د اپرېل پر اتمه د بلوچستان د کچلاغ په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې چاودنې يو کس وژلی او پينځه نور یې ژوبل کړي وو.

XS
SM
MD
LG