د ایران يو عدالت د پوهنتون استاد او پر حکومت تنقید کونکی صادق زیبا کلام زندان ته اچولی دی.
د ایران عدلیې پر هغه د سزا په اړه تفصیل نه دی ورکړی خو دومره یې ویلي دی چې پر زیبا کلام ګڼ کیسونه دي. د رسنیو په رپورټونو کې ویلي شوي دي چې نوموړی په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د پاسداران سایبر قول اردو په ټېلېګرام ویلي دي چې ۷۵ کلن زیباکلام هغه مهال ونیول شو چې د مې پر ۱۲مه، د تهران د کتابونو یوه نندارتون ته د خپل نوي کتاب "ولې دوی پر تا حساب نه کوي؟" مخکتنې لپاره روان وو.
زیباکلام مخکې هم د حکومت پر ضد د پروپېګنډې او انلاین ناسمو منځپانګو خپرولو پر تور په زندان کې اچول شوی وو. نوموړی له انلاین سیاسي فعالیتونو څخه منع شوی وو.