د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ای پي اېل کې نن ۲ سیالۍ کېږي


د کلکته نایډ رایډرز لوبغاړي د مې پر ۱۱مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته په لوبغالي کې روان دي او د مینه والو مننه کوي.
د کلکته نایډ رایډرز لوبغاړي د مې پر ۱۱مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته په لوبغالي کې روان دي او د مینه والو مننه کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې دوه سیالۍ کېږي.

د چېنای په لوبغالي کې د مې ۱۲مې لومړۍ سیالي د راجستان رایلز او چېنای سوپر کېنګز ترمینځ ده چې د پېښور پر وخت د ماسپښين پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وروسته د بنګلور په لوبغالي کې د دلي کیپېټلز او رایل چیلېنجرز بنګلور ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې کلکته نایټ رایډرز ممبۍ انډیینز لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه. د کلکتې په عدن باغونو (ایډن ګارډنز) لوبغالي کې سیالي د باران له وجې په ځنډ پیل شوه او منتظمینو د ۲۰ پر ځای ۱۶ اوورونو ته ورکمه کړه.

په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ د کلکتې لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۱۶ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۵۷ منډې وکړې. په ځواب کې ممبۍ انډیینز په ټاکلیو ۱۶ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۳۹ منډې وکړای شوې.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډله په ۲۰ اوورونو کې د اته لوبغاړو په سر ۱۹۶ منډې وکړې. د ګجرات ټایټنز لوبغاړي راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوزول.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، سنرایزرز حیدراباد پر درېیم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او لکنو سوپر جاینټس شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر ۱۳مه ګجرات ټایټنز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG