د ترکیې هوایي کمپنۍ - ټرکش ایرلاینز - وايي، تر درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته پروازونه پیلوي.
یادې کمپنۍ پر خپله ویب پاڼه ورکړی چې له نوي مهالوېش سره سم به د ترکیې له استنبوله د افغانستان پلازمېنې کابل ته لومړی پرواز د مې میاشتې پر ۲۱مه نېټه وي.
د افغانستان ځایي رسنیو د طالبانو د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت په حواله ویلي چې دوی د دې الوتکو ورتګ ته چمتوالی لري او په وینا یې اونۍ کې به څلور ځله تګ راتګ کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ټرکش ایرلاینز په ګډون د نړۍ یو شمېر هوايي کمپنیو کابل ته پروازونه درولي وو.
په دې کې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت فلای دبۍ له تېرې نومبر میاشتې راهیسې کابل ته الوتنې پيل کړي دي.