د پاکستان او نيو زيلينډ ملي لوبډلې د پينځو ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ پیلوي.
د دواړو لوبډلو ترمينځ د اپرېل پر ۱۸مه لومړۍ سيالي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ په راولپېنډۍ کې دويمه سيالي د اپرېل پر ۲۰مه او درېيمه د اپرېل پر ۲۱مه کوي.
تر دې وروسته د دواړو لوبډلو ترمینځ څلورمه سيالي د اپرېل پر ۲۵مه او پينځمه د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د نيو زيلينډ لوبډله د اپرېل پر ۱۴مه پاکستان ته رسېدلې ده او د اپرېل تر ۲۸مې به هم هلته وي.
د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د اپرېل پر ۱۷مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې خبري غونډې ته وويل چې له نيو زيلېنډ سره په سياليو کې ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکوي.