د افغانستان یوې پخوانۍ لوبغاړې د طالبانو تر واک لاندې پر اولمپېک کمېټې په سږنیو اولمپېک لوبو کې د بندیز غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې په کوربه توب د ۲۰۲۴ز کال اولمپېک لوبو ته شاوخوا ۱۰۰ ورځې پاتې دي.
پخوانۍ افغان لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې فرېبا رضايي د اپرېل پر ۱۶مه له رويټرز اژانس سره په خبرو کې دا دليل ورکړی دی چې د طالبانو حکومت نجونه ځپلې دي او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
رضايي د ۲۰۰۴ز کال په اولمپېک لوبو کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخیستې وه او اوسمهال په کاناډا کې اوسي.
هغې ویلي دي چې که د اولپمېک لوبو نړیواله کمېټي په سږنیو سیالیو کې پر افغانستان بندیز ولګوي نو افغان لوبغاړې کولای شي چې د کډوالو په نړیواله لوبډله کې شاملې شي او په سیالیو کې برخه واخلي.
تر نوموړې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم له اولمپېک نړيوالې کمېټې غوښتي ول چې د افغان میرمنو پر ورزش د طالبانو بندیزونو له امله د افغانستان د اولمپېک پر ملي کمېټۍ بندیز ولګوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او په کابل کې د اولمپېک کمېټې چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د اولمپېک نړيوالې کمېټې يو چارواکي جېمز مکلوډ رويټرز اژانس ته ويلي چې د طالبانو له حکومت سره په تماس کې دی او ورڅخه يې غوښتي چې د ښځو پر ورزشي لوبو لګولي محدودیتونه ختم کړي.