پاکستان کې سېکان د وېساکۍ جشن لمانځي
د نړۍ سېکان هر کال په اپرېل کې د هندوانو د جنترۍ (کیلېنډر) د وېساکۍ میاشتې په پیلېدو جشن لمانځي. وېساکۍ ته د بېساکۍ مېله او جشن هم ویل کېږي. د دې جشن لمانځلو لپاره سږ کال هم د پاکستان د پنجاب په حسن ابدال کې د پنجه صاحب ګوردوارې ته زرګونه سېکان ورغلي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.