د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ای پي ایل کې نن یوه لوبه کېږي


د رایل چېلنجر بېنګلورو ویرات کوهلي د لوبې پر مهال. (انځور: ارشیف)
د رایل چېلنجر بېنګلورو ویرات کوهلي د لوبې پر مهال. (انځور: ارشیف)

د هند د کرکټ په پرېمیر لیګ کې د اپرېل پر ۱۵مه د رایل چېلنجرز بېنګلورو او سنرایزرز حېدر اباد تر منځ لوبه ترسره کېږي.

دا لوبه د پېښور پر وخت ماښام اووه او د کابل پر وخت ماښام شپږ نيمې بجې پيليږي.

د اپريل پر۱۴مه دوې لوبې ترسره شوې وې. په لومړۍ لوبه کې کلکته نایټ رایډرز و لکنهو سپر جاینټس ته په اتو وکټو ماته ورکړه او چینايي سپر کینګز لوبډلې بیا له ممبۍ انډینز څخه په ۲۰ منډو بریا ترلاسه کړې وه‌.

د اپرېل تر ۱۵مې په تر سره شویو ۲۹ لوبو کې راجستان رایلز په شپږو کې پنځه ګټلې دي او پر لومړي نمبر ده. کلکته نایټ رایډرز په پنځه کې څلورګټلې دي، پردویم او چینايي سپر کېنګز بیا په شپږ کې څلور ګټلې دي او پر درېیم نمبر ده.

په ای پي اېل کې د شاملو ۱۰ لوبډلو ترمینځ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې او پایلوبه یې د مې میاشتې پر ۲۶مه تر سره کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتلولي چېنای سوپر کېنګز ګټلې وه. هغې لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په پینځو وکټو ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG