د لاسرسي ځای

تازه خبر

رینا امیري افغانستان کې د جاپان نړیوالې پرمختیايي ادارې د هڅو مننه کړې ده


رینا امیري په واشنګټن کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
رینا امیري په واشنګټن کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان او سیمې لپاره د زده کړو او پراختیا په چارو کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې (جايکا) مننه کړې او د افغانانو، په ځانګړې توګه، د ښځو لپاره يې د فرصتونو پراخولو په اړه له هغې ادارې سره د خبرو د دوام هیله ښوولې ده.

امیري د اپرېل پر ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او د ساسکاوا سولې بنسټ له مشرې اکیکو هورېبا سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

امیري ویلي چې له هغوی سره یې د افغانستان پر اوسني حالت خبرې وکړې او مننه یې ورڅخه وکړه چې د افغانستان په اړه یې هڅې جاري ساتلې دي.

جاپان له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د زدکړو، روغتيا او بيارغونې په چارو کې مرسته او همکاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG