سوېټرزلینډ اعلان کړی دی چې د اوکراین د جګړې پر موضوع د یو لوړې سطحې د کنفرانس د کوربه توب پلان لري چې د روان ۲۰۲۴ ز کال د جون میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه به لوسرن ته نېږدې په یوه تفریحي سیمه کې وي.
د سوېټرزلینډ یا سوېس حکومت د اپرېل پر ۱۰مه وویل چې د کنفرانس په جوړېدو کې د اروپايي ټولنې ترڅنګ د نړۍ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي اووه) او د چین په ګډون د نړۍ د مخ پر ودې او له اقتصادي او صنعتي پلوه د وروسته پاتې هېوادونو استازي برخه اخلي، خو روسیه به پکې شامله نه وي.
د سوېس ولسمشرې ویوولا امهېرډ ویلي، دا د یوې تلپاتې سولې پر لوري لومړی ګام دی، خو دا یې منلې ده چې په غونډه کې به کوم پلان نه لاسلیکېږي.
بل خوا ته روسيې ویلي چې د مسکو له ګډونه پرته به هغه کنفرانس ناکامه وي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.