د چين بهرنيو چارو وزير چن ګانګ د مارچ پر اوومه نېټه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې پر امريکا د دوه اړخيزو اړيکو د خرابولو او له تايوان سره د واشنګټن پر ملاتړ نيوکې کړې دي.
هغه تور پورې کړ چې امریکا په اوکراین کې د سولې هڅې کمزورې کوي څو د خپلو ګټو لپاره جګړه وغځوي.
د چن ګانګ د بېواکه پارلېمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل، د چين په اړه د واشنګټن تګلارې په بشپړه توګه له عقلي او سمې لارې څخه وتلې دي.
واشنګټن تر دې دمه د نوموړي د بیان په غبرګون کې څه نه دي ويلي.