د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت د هوايي امبولانس خدمت پيلولو پرېکړه کړې ده


په امريکا او نورو پرمختلليو هېوادونو کې هوايي امبولانسونه د جدي ناروغانو د وړلو لپاره کارول کېږي ـ پخوانی انځور
په امريکا او نورو پرمختلليو هېوادونو کې هوايي امبولانسونه د جدي ناروغانو د وړلو لپاره کارول کېږي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا اعلا وزير په هغه صوبه کې له روغتیايي بیړني حالت سره د مقابلې لپاره په څلورو میاشتو کې دننه د هوایي امبولانس خدمت پیلولو پرېکړه کړې ده.

صوبايي حکومت په بيان کې ويلي دي چې علي امین ګنډه پور دا پرېکړه د اپرېل پر نهمه په پېښور کې د عامې روغتیا ادارې د یوې غونډې پر مهال وکړه.

په هغه غونډه كې د روغتيا صوبايي وزير سيد قاسم علي شاه، د روغتيا ادارې صوبايي سېکرتر محمود اسلم او نورو چارواكو ګډون کړی وو.

بيان زياتوي، د خيبر پښتونخوا حکومت به په ښارونو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ولس ته د بیړنيو خدماتو د باوري کولو لپاره موټرسايکلونه هم کاروي.

د خبرپاڼې په وينا، ګنډه پور د روغتیا ادارې ته لارښوونه وکړه چې په یوه میاشت کې دننه دې د روغتیا نوې تګلاره جوړه کړي او په صحت کارډ کې د شاملولو لپاره دې په ټولو تحصیلونو کې د مرکزي روغتونه معيار لوړ کړي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير دا اعلانونه په داسې وخت کې کړي دي چې هغه صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده او د صوبې یو شمیر پوهنتونونه خپلو کارکوونکو ته پر وخت د تنخاګانو ورکولو لپاره اړینې پانګې نه لري.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا څه باندې ۱،۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې پکې د بجلۍ، تېلو او ګیس ګټې تر څنګ هغه پیسې شاملې دي چې مرکزي حکومت باید په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته له قامي مالیاتي کمېشن یا اېن اېف سي څخه ورکړې وای.

نوموړي زياته کړې وه چې صوبايي حکومت د هغو پیسو اخیستو لپاره اسناد تیار کړي دي او وفاق به قانع کوي چې ور یې کړي.

تر هغه وړاندې، د مارچ پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امین ګنډه پور د پاکستان له وزیراعظم شهبازشریف سره په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال د صوبې د پيسو غوښتنه وکړه.

تر ملاقات وروسته ګنډه پور رسنيو ته وويل چې وزيراعظم په ملاقات کې باور ورکړ چې وفاق به یې د صوبې پاتې پیسې ورکړي.

XS
SM
MD
LG