د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسکو پولیسو پر کنسرټ د برید په تړاو یو بل تاجکستانی نيولی دی


د مارچ پر ۲۲مه د مسکو سره نېږدې د کنسرټونو په تالار برید مرګژوبله اړولې وه ـ د مارچ ۲۹مې انځور.
د مارچ پر ۲۲مه د مسکو سره نېږدې د کنسرټونو په تالار برید مرګژوبله اړولې وه ـ د مارچ ۲۹مې انځور.

د روسيې پولیسو په مسکو کې د کنسرټونو په تالار د خونړي برید په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیولی دی.

د مسکو د بېسمني ضلعي عدالت د اپریل پر پینځمه د شریف زاده محمد زایر په نامه هغه تن، د مې تر ۲۲مې د پولیسو په حراست کې د ساتلو امر وکړ.

چارواکو د زایر په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو د عدالت د خبري چارو دفتر ویلي دي چې پر هغه تن د ترهګرۍ د کارروایۍ تور دی.

زایر۱۰م تاجک وګړی دی چې د مارچ ۲۲مې په حمله کې د لاس لرلو پر تور نیول شوی دی.

د مارچ پر ۲۲مه د روسیې له پلازمېنې سره نېږدې په کراسنوګورسک کې پر کروکس سټي هال وسلوالو حمله کړې وه چې ۱۴۴ کسان پکې وژل شوي ول. د هغې برید ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.

دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG