د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي عدالت د مسکو برید په تړاو ۴ کسان تورن کړي دي


خلک د مسکو د برید له ځایه سره نېږدې ګلان ږدي - د مارچ ۲۵مې انځور.
خلک د مسکو د برید له ځایه سره نېږدې ګلان ږدي - د مارچ ۲۵مې انځور.

د مسکو یو عدالت د مارچ پر ۲۴مه څلور کسان د کنسرټ پر هال یا تالار د برید په تړاو د ترهګرۍ فعالیت لپاره تورن کړي دي او هغوی یې د مقدمې تر بشپړې اورېدنې مخکې د دوو میاشتو لپاره زندان ته واستول.

د مارچ پر ۲۲مه په هغه برید کې د وژل شویو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی دی او د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په روسیه کې ملي ماتم وو.

د مارچ پر ۲۴مه ګڼو خلکو د مسکو په کراسنوګورسک سیمه کې د برید له ځایه سره نېږدې ګلان کښېښودل او وژل شویو ته یې دعا وکړه.

دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د باسماني ولسوالۍ عدالت ویلي دي چې هغه څلور تورن کسان مراد علي رجب علیزاده، دلېرجان مرزایېف، محمد صابر فیضوف فریدون شمس الدین نومېږي او ټول د تاجکستان وګړي دي.

عدالت ویلي دي چې له هغو څخه یې درو کسانو مرازیېف، رجب عليزاده او شمس الدین د خپل جرم اعتراف کړی دی.

هغه کسان په داسې حال کې عدالت ته وړاندې شول چې پر پړسېدلیو مخونو یې زخمونه او د وینې نښې ښکارېدې.

روسیو چارواکو د هغې حملې په تړاو د هغو څلورو تورنو په ګډون ۱۱ تنه نیولي دي.

اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغه برید ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG