د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د "ګندهارا دهلېز" قانوني مسوده جمع شوې ده


په پاکستان کې د ګندهارا تهذيب يوه لرغونې ستوپا (عبداتځای) ـ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې د ګندهارا تهذيب يوه لرغونې ستوپا (عبداتځای) ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمیش وانکواني د هغې اسمبلۍ په مرکزي دفتر (سېکرېټرېټ) کې يوه قانوني مسوده (بل) وړاندې کړې ده چې پکې په سیمه کې له بودا مذهب لرونکو هېوادونو سره د پاکستان د نښلولو لپاره د "ګندهارا دهلیز" رامینځته کولو غوښتنه کوي.

د اپرېل پر څلورمه د وړاندې شوې مسودې هدف دا دی چې د حکومت د ټولو ادارو په شراکت سره پاکستان د ګندهارا سیلګرۍ په نړیوال مرکز بدل کړي.

د مسودې له مخې، پاکستان د بدمت مذهب منونکو لپاره يو نړيوال مقام جوړ کړي او د هغه دهلېز د مشرتابه مرکزي دفتر به په اسلام اباد کې وي.

عوامي نيشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف دا بل د خیبر پښتونخوا پر حقونو "ډاکه" بللې ده.

هغوی غوښتنه کړې ده چې مسوده دې ژرترژره بېرته واخیستل شي ځکه دا د هغې صوبې پر خپلواکۍ او ۱۸م اییني ترمیم "ګوزار" دی.

قانون پوهان وايي، چې د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته د سيلګرۍ او لرغونو اثارو ادارې د صوبو په واک کې دي او وفاق يې اختيار نه لري.

د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور د اپرېل پر پینځمه مشال راډيوته وويل "د ډاکټر رميش کمار بل پر ۱۸م اييني ترمیم او صوبایي خودمختارۍ برید دی. دوی هر شی مرکز ته وړل غواړي او له اسلام اباده یې کنټرولول غواړي. دا صوبایي معامله ده او دا چارې باید صوبه وکړي. موږ ولې خپله صوبایي اثاثه وفاق ته پرېږدو."

ثمر بلور زياته چې وفاقي حکومت له صوبې د برېښنا، ګیس او اوبو حقونه اخیستي دي او اوس نور شیان هم ترې اخلي.

د هغې په وينا، په ۲۰۲۳ز کال کې هم رمیش کمار" د ګندهاره ايکټ ۲۰۲۳ " قانوني مسوده وړاندې کړې وه او هغه وخت قامي اسمبلۍ هغه مسوده منظوره کړې وه خو وروسته د سېنېټ قایمه کمیټۍ له دې امله رد کړې وه چې له صوبو سره سلا نه وه شوې.

ګندهارا تهذيب د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د حضرت عیسا تر زوکړې شپږ پېړۍ مخکې پيل شوی وو چې تر ميلاد وروسته يې تر شاوخوا څلورو پېړيو پورې په پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کې وده کړې وه. د دې تهذیب مرکز پېښور او د کابل سیند شاوخوا سیمې وې.

د ګندهارا بودايي تمدن په څلورمه او پينځمه ميلادي پېړۍ کې د سپينو هنایانو د يرغلونو په نتيجه کې ريز مرېز شو.

پاکستان تحریک انصاف په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې هغوی د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په وړاندې دا موضوع پورته کړې او دا یې د صوبې پر خپلواکۍ ګوزار بللی دی.

د پېښور های کورټ وکیل علي ګوهر دراني مشال راډیو ته ويلي چې هغه مسوده د قانون خلاف ده او په وينا يې باید په هر ډګر کې مخالفت وکړل شي.

د رمیش کمار په جمع کړې مسوده کې ویل شوي دي چې د نړۍ اووه سلنه نفوس، چې نېږدې ۵۲۰ مېلېونه وګړي کېږي، د بدمت مذهب منونکي دي او هغوی په جاپان، کوریا، چین، سري لنکا، سنګاپور، میانمار، بوټان، تایلینډ، ویتنام، کمبوډیا، لاوس او منګولیا کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG