د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ انتخابات: پیپلز ګوند ۱۱ او مسلم لیګ (ن) ۶ څوکۍ ګټلې دي

د پاکستان د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پاکستان د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند او پنجاب صوبو په اسمبلیو کې د سېنېټ د انتخاباتو نارسمي نتیجې راغلې دي چې له مخې یې پیپلز ګوند ۱۱ او مسلم لیګ (ن) شپږ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د پایلو له مخې، د سیند له اسمبلۍ څخه د پیپلز ګوند ۱۰ او د متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) یو او یو خپلواک نوماند منتخب شوي دي.

مسلم لیګ (ن) د پنجاب څلور څوکۍ ګټلې دي او له مرکز اسلام اباده دوه څوکۍ د مسلم لیګ (ن) او یوه یې پیپلز ګوند ترلاسه کړې دي.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۳۰مه ویلي ول چې د سېنېټ پر ۴۸ خالي څوکیو له بلوچستانه ټول ۱۱ او له پنجابه اووه نوماندان بې له مقابلې منتخب شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دویمه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو هم د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخیستې وای خو کمېشن د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته ټاکنې وځنډولې او د سېنېټ له پاتې ۳۰ څخه پر ۱۹ څوکیو انتخابات وشول.

په دې لړ کې د رايې اچونې بهير د سهار له نهو بجو پيل شو چې د مازيګر تر څلورو بجو روان وو.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.

له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    نیاز علي

    نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.

XS
SM
MD
LG