د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ انتخابات: ۱۸ نوماندان له مقابلې پرته منتخب شوي دي


د سېنېټ ۴۸ څوکۍ د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي ـ د مارچ درېیمې انځور.
د سېنېټ ۴۸ څوکۍ د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي ـ د مارچ درېیمې انځور.

د پاکستان د سېنېټ په انتخاباتو کې له بلوچستانه ۱۱ او له پنجابه اووه نوماندان بې له مقابلې منتخب شوي دي.

د ټاکنو کمېشن د مارچ پر ۳۰مه، په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د سېنېټ انتخاباتو مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ۴۸ خالې څوکيو ډکولو لپاره د اپريل په دوېمه نېټه انتخابات وشي. د انتخاباتو لپاره ۱۴۷ نوماندانو کاغذونو جمع کړي ول.

کمېشن په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د رېټرننګ افسرانو د ټولو نوماندانو حتمي نوملړ خپور کړی چې له مخې يې ۱۸ نوماندان بغېر له مقابلې منتخب شوي دي.

په دوی کې د بلوچستان پر اووه عمومي څوکيو، دوه د ښځو او دوه د ټيکنوکريټس څوکیو او له پنجاب صوبې پر اووه عمومي څوکیو کاندیدان شامل دي.

په بلوچستان کې پر عمومي څوکيو د مسلم ليګ (ن) سيدال خان ناصر او اغا شاهزيب درانی، د پيپلز ګوند سردار محمد عمر ګورګيج، د نيشنل پارټۍ جان محمد بليدي، د عوامي نيشنل پارټۍ د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان او د جمعيت علما اسلام خان خلجی شامل دي.

پخوانی نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ازاد حيثت سېنېټر منتخب شوی دی.

د ټيکنوکريټس پر دوو څوکيو د جمعيت علما اسلام (ف) مولانا عبدالواسع او د پیپلز ګوند بلال مندوخېل او د ښځو پر دوو څوکیو د مسلم لیګ (ن) راحت جمالي او د پیپلز ګوند حسنا بانو منتخب شوی دي.

د ټاکنو کمېشن په خبره د اپريل پر دوېمه نيټه په پاتې ۳۰ څوکيو انتخابات کېږي او د دې لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د سېنېټ نیمايي یعنې ۴۸ څوکۍ د مارچ پر ۱۱مه د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري. له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

XS
SM
MD
LG