د پاکستان حکومت د پېټرولو قيمتونه زیات کړي او د ډيزل او خاورو تيلو هغه يې کم کړي دي.
د دې هېواد د ماليې وزارت د مارچ پر ۳۱مه په بیان کې ويلي چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د پېټرولو په يوه ليټر کې ۹ روپۍ او ۶۶ پیسې زیاتولی کوي چې ورسره اوس د پېټرولو د یوه ليټر قيمت ۲۸۹ روپۍ او ۴۱ پیسې شو.
خو حکومت د ډیزلو د يوه ليټر بيه درې روپۍ ۳۲ پیسې کمه کړې او د خاورو د تيلو د يوه لیټر قیمت کې هم دوې روپۍ او ۲۷ پیسې کموالی کړی دی.
په بیان کې ويل شوي چې په نړيوال بازار کې د تيلو قیمتونو ته په کتو يې په بیو کې بدلون کړی دی.