د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ ضمني انتخابات: پیپلز ګوند ۴ او مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) یوه، یوه څوکۍ ګټلې


پولیس، د قامي اسمبلۍ ځینې استازي او خبریالان په اسلام اباد د پاکستان د پارلېمان ودانۍ مخې ته ولاړ دي - د مارچ درېیمې انځور.
پولیس، د قامي اسمبلۍ ځینې استازي او خبریالان په اسلام اباد د پاکستان د پارلېمان ودانۍ مخې ته ولاړ دي - د مارچ درېیمې انځور.

د پاکستان د سېنېټ د ضمني انتخاباتو د نارسمي نتیجو له مخې پیپلز ګوند څلور او مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د مارچ پر ۱۴مه د قامي او د بلوچستان او سیند د صوبايي اسمبلیو غړو د سېنېټ د شپږو څوکیو ډکولو لپاره رایې وکارولې.

په هغو اسمبلیو کې د ضمني انتخاباتو بهیر د پېښور پر وخت سهار نهه بجې پیل شو چې بې له ځنډه د مازیګر تر څلورو پورې روان وو چې تر هغې وروسته ووټونه وشمارل شول.

د انتخاباتو لپاره د درېواړو اسمبلیو ودانۍ د رایې اچونې مرکزونه (پولېنګ سټېشنونه) اعلان شوې وې او د انتخاباتي کمېشن چارواکی ظفر اقبال یې انتخاباتي افسر ټاکل شوی وو.

د نارسمي نتیجو له مخې په قامي اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال یوسف رضا ګېلاني ۲۰۴ رایې ترلاسه کړې او د هغه په مقابله کې د سني اتحاد کونسل، چې د تحریک انصاف غړي پکې شامل شوي دي، چودري الیاس مهربان ۸۸ ووټونه واخیستل.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د سېنېټ د سیند دوه څوکۍ د پیپلز ګوند د دوو سیاستوالانو د استعفا له وجې خالي شوې وې او د هغو د ډکولو لپاره د پيپلز ګوند او سني اتحاد کونسل دوه، دوه استازي نوماندان ول.

له دې پرته په سېنېټ کې د بلوچستان درې څوکۍ د درو سیاستوالانو تر استعفا وروسته خالي شوې وې چې د هغو ډکولو لپاره ۱۲ کسان نوماندان ول.

د پایلو له مخې پیپلز ګوند د سیند دواړه او د بلوچستان یوه څوکۍ ګټلې او د مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) نوماندان هم د بلوچستان پر یوه، یوه څوکۍ بریالي شوي دي.

د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.

همدا لامل دی چې هغو سیاستوالانو د فبرورۍ پر اتمه د قامي یا صوبايي اسمبلیو د څوکیو تر ګټلو وروسته د سېنېټ غړیتوب پرېښی وو.

په پاکستان کې سېنېټران د شپږو کلونو لپاره انتخابېږي، خو پر اوسنیو څوکیو منتخبېدونکي کسان به د پاتې درو کلونو لپاره دنده ترسره کوي.

د دې تر څنګ د پاکستان د سېنېټ نیمايي یعنې ۴۸ څوکۍ هم د مارچ پر ۱۱مه د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي.

ټاکل شوې چې د هغو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات د اپرېل پر دویمه نېټه وشي. په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۲۳، ۲۳ او وفاقي پلازمېنه اسلام اباد څلور څوکۍ لري.

XS
SM
MD
LG