د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای پي اېل په کرکټ سیالیو کې نن ۲ لوبې کېږي


د مارچ پر ۳۰مه د لکنوو سوپر جاینټس لوبغاړی نوین الحق د پنجاب کنګز په مقابله کې توپ اچوي.
د مارچ پر ۳۰مه د لکنوو سوپر جاینټس لوبغاړی نوین الحق د پنجاب کنګز په مقابله کې توپ اچوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن ګجرات ټايټنز او سنرايزرز حيدراباد او په دوېمه لوبه کې دلي کیپېټلز او چینايي سوپر کنګز یو بل ته مخامخېږي.

لومړي لوبه په احمد اباد کې د مارچ په ۳۱مه د پېښور پر وخت د ماذيګر پر څلورو او د کابل پر دري نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې لکنو سوپر جاينټس، پنجاب کنګز ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې سبا د اپرېل په لومړۍ نېټه ممبي انډينز او راجستان رايلز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG