د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر جنوبي وزیرستان کې د لېشمانيا ناروغي خپره شوې ده


لېشمانیا د یو ډول ماشي د چیچلو له امله خپرېږيـ پخوانی انځور.
لېشمانیا د یو ډول ماشي د چیچلو له امله خپرېږيـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې چارواکي او ځایي خلک وایي، په بر جنوبي وزیرستان کې د لېشمانیا ناروغي زیاته شوې ده.

د مارچ پر ۲۹مه د بر جنوبي وزیرستان د سرې روغې تحصیل شاهد حسېن مشال راډيو ته وويل چې په سیمه کې په سلګونه کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي: "د سیمې په سروکۍ، جنته، رغزۍ او سره روغه کې په سوونه کسان په لېشمانیا ناروغۍ اخته شوي دي او له بده مرغه د سیمې د صحت په سرکاري مرکزونو کې د دې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې انتظام نشته."

د رغزۍ د صحت د سرکاري مرکز مشر پير زمان مشال راډيو ته وويل چې په تېرو څو اوونيو کې د بر جنوبي وزیرستان د لسګونو کليو څخه په لېشمانیا اخته په سلګونو بوډاګان، زنانه، ماشومان او ځوانان د دوی مرکز ته ورغلي دي.

بلخوا د بر جنوبي وزیرستان د صحت د محکمې مشر ډاکټر شمس الرحمان د مارچ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۲۳ز کال له نومبر میاشت راهیسې د روغتیا صوبايي محکمې دوی ته د لېشمانیا ناروغۍ پر ضد دواګانې نه دي ورکړي.

لېشمانیا د یو ډول ماشي د چیچلو له امله خپرېږي، هغه ماشی انسان ته د چیچلو له لارې میکروبونه انتقالوي او ناروغه کوي یې. دا ناروغي بېلا بېل ډولونه لري چې یوه یې د انسان پوستکی اغېزمنوي او انسان سخت ناروغه کوي.

د لېشمنایسېس ماشی چې خلک وچیچي نو بیا یې پر پوستکي دانې راخېژي او دا ناروغي مرګونې نه ده.

لېشمانیا د نړۍ په ګرمو ځایونو لکه آسیا، افریقا او سویلي امریکا کې موندل کېږي. خلک کولی شي د درملو کارولو سره ښه شي، مګر دا مهمه ده چې د خوندي پاتې کېدو لپاره د هغو حشراتو ضد سپری وشي او یا هم د خوب په مهال جالۍ وکارول شي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG