د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رایلز او دلي کیپېټلز یو بل ته مخامخېږي.
د جېپور په لوبغالي کې د مارچ ۲۸مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې سنرایزرز حیدراباد ممبۍ انډیینز ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه. د حيدراباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په زیان ۲۷۷ منډې وکړې. هېنريک کلاسين ۸۰، ابيشېک شرما ۶۳ او ټراويس هېډ ۶۲ منډې وکړې.
دا د ای پي اېل په تاريخ کې د يوې لوبډلې له خوا تر ټولو زياتې منډې دي.
په ځواب کې د ممبۍ انډیینز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پينځو لوبغاړو په زیان ۲۴۶ منډې وکړای شوې. تيلک ورما ۶۴ او ټيم ډېويډ ۴۲ منډې وکړې.
د سنرایزرز حیدراباد توپوهونکی ابيشېک شرما د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې د مارچ پر ۲۹مه رایل چیلېنجرز بنګلور او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.