د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د یو بلوڅ زده کوونکي د بې درکۍ پرضد مظاهره شوې ده


پنجاب کې د یو بلوڅ زده کوونکي د بې درکۍ پرضد مظاهره شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د پنجاب په مرکز لاهور کې بلوڅ زده کوونکو د خپل یو ملګري د بې درکۍ پرضد د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۳مې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې خداداد سراج له سرګودا ښاره ورک شوی دی. دوی دعوه وکړه چې امنیتي ادارو د طب پوهنځي هغه زده کوونکی ورک کړی دی. خو د پنجاب حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د لسګونه بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو پېښې شوې دي او د هغه هېواد لوی څارنوال د فبرورۍ په پای کې اسلام اباد های کورټ ته ویلي ول چې له هغو څخه یې زیاتره موندلي دي خو د ځینو لا هېڅ درک نه دی لګېدلی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG