د پاکستان د بلوچستان او د افغانستان د کندهار په ګډون په شاوخوا يوشمېر سيمو کې زلزله راغلې ده چې پکې د مرګژوبلې راپورونه نه شته.
د کندهار، هلمند او د بلوچستان د يوشمېر سیمو اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۹مه سهار شاوخوا پينځه بجې یې د زلزلې ټکانونه احساس کړل. هغوی وویل چې د زلزلې شدت کم وو خو ځینې کسان له وېرې د څو شېبو لپاره له خپلو کورونو ووتل.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانې د زلزلې شدت ۵.۵ وو. اداره زياتوي چې د هغې زلزلې مرکز د بلوچستان له نوشکي سيمې ۶۴ کيلوميټره ليرې او د ځمکې په ۱۰ کیلوميټره ژور تل کې وو.
د ادارې په وينا هغې زلزلې د پاکستان او افغانستان ځينې سيمې تر خپل پوښښ لاندې نيولي دي.