د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، په برمل تحصيل کې د يوه کور چت نړېدو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ځايی انتظاميې په يو بیان کې ويلي چې د مارچ پر ۱۷مه، د رغزۍ قلندر کلي کې د افسر خان نومې کس د کور چت پرېوت چې له امله یې ۱۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
چارواکي وایي، وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي. په مړو او زخميانو کې ښځې او ماشوم هم شته.
ځایي خلک وایي چې د هغه خټین کور د یوې کوټې د لرګي بش (تیر) ماتېدو له وجې کوټه پرېوتې ده چې پکې ناست ۱۶ کسان ترې لاندې شوي ول. وروسته د سیمې خلکو ایسار شوي کسان راویستل.
په پېښه کې ژوبل شوي کسان د درمنلې لپاره د واڼه روغتون ته لېږدول شوي دي.