په ننګرهار کې د ځمکې د لانجې پر سر د دوو کورنيو ترمینځ په نښته کې درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درې ژوبل دي.
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې نښته د مارچ پر ۱۶مه شپې مهال د دره نور ولسوالۍ په املې کلي کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې ټول وژل شوي او دوه ټپیان د یوې کورنۍ او بل ټپي د بلې کورنی غړی دی.
دی وايي، د طالبانو د حکومت پولیس تر نښتې وروسته سیمې ته ورسېدل او ژوبل کسان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د قومونو او کورنیو ترمینځ د ځمکې لانجو پر سر نښتې کېږي چې مرګژوبله اړوي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ نه شتون له وجې ډېرې لانجې شته چې له کبله یې کله نا کله د ولسونو ترمینځ نښتې تر څو اوونیو پورې روانې وي.